ایکنا نیوزد کفیل نړیوال چینل د ویب سایټ له قوله راپور راکوي،دغه قرآني ستآلونه د عراق د واسط ولایت په شمال کې او د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د زیارتوالو په لاره کې جوړ شوي دي او پر دغه قرآني نوښت باندې د عباسی مقدس آستان د قرآني عملي ټولکې سره اړونده د نجف اشرف قرآنی موسیسه ورباندې څارنه کوي.
د موسیسې د تلاؤت د یونټ مسئول سید احمد الزاملي په دې باب وائي ، قرآني سټالونه تر شلو کلومیترو پورې او د قرآن د ۱۵ استاذانو او قاریانو په مشارکت سره جو شوي دي او د فاتحې سورې د قرآئت سمول، د قرآن کریم د لنډو سورو زده کړې د لمانځه د دعاګانو ښودل او د زیارتوالو د قرآني پوښتنو ته ځوابونو ورکول ددغو سټالونو فعالیتونه دي.
هغه زیاته کړه ، د قرآڼی محفلونو ترسره کیدا ، د ویر او ماتم مجلسونه ،د جمې لمونځ قایمول ، قرآني ویناوې ، د مبلغانو تبلیغ او د زیارتوالو د دینی او شرعي پوښتنو ته ځوابونه ورکول ددغو قرآني سټالونو نور پروګرامونه شمیر ل کیږي. د سلواغې د میاشتې اولسمه چې د رجب دمیاشتې ۲۵نیټه کیږي،د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام دشهادت دکلیزې له رانزدیکیدا سره په یووخت، دعراق ،بغداد او په تیره بیا د کاظمین سیمه د څه دپاسه لس میلیون زیارتوالو دهرکلي لپاره تیاره ده.
په همدې لړ کې ، د عراق د کورنیو چارو وزیر عبد الامیر الشمري د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت د زیارت اوزیارتولو دامنیت دتامینولو د پلان د پلیدا حکم صادر کړی دی.
له دې مخکې دعراق لومړي وزیر هم فرمان صادر کړی ؤ چې د سه شنبې په ورځې د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د شهادت په مناسبت به په بغداد کې عامه چټي وي.
https://iqna.ir/fa/news/4197420